کاري فرصتونهسیاستTOPټولنه

د جاپان سفیر، د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د خپل هېواد د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو بشري مرستې ډاډ ورکړ

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا، د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې، د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د خپل هېواد د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو بشري مرستې ډاډ ورکړی دی.
د اقتصاد وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې چې د اقتصاد وزارت سرپرست او د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې مسئول او د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازي هم حاضر وو؛ د جاپان سفیر د دې کمېټې مسئول او غړیو ته د خپل هېواد د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې چې د راستنېدونکو هېوادوالو د آسانتیاوو د برابرولو او بېړنۍ مرستې لپاره ځانګړې شوې دي؛ ډاډ ورکړی دی.
ټاکل شوې ده دغه مرستې د «یو.ان.اچ.سي.آر» او «یو.ان.اف.بي.اې» بنسټونو له خوا پر اړو او مستحقو راستنېدونکو ووېشل شي.
د کتنې په پای کې، د جاپان سفير د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د يو شمېر پراختيايي پروژو د پلي کولو په لاره کې د خپل هېواد د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته