امنیت

په هلمند کې ۲۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۱۴
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالي کې د وسله والو طالبانو د دريو مهمو قومندانانو په ګډون وويشت تنه ووژل شول.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالي د هزار جفت په سیمه کې د امنيتي ځواکونو د هوايي بريدونو له امله د طالبانو د دريو مهمو قومندانانو په ګډون اتلس تنه مخالفان وژل شوي.
د ځواک په وينا په دغو بريدونو کې د وسله والو د دوو موټرونو ترڅنګ يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د سرچينه زياتوي چې دغه راز په ياده سيمه کې امنيتي ځواکونو ځمکنې عمليات هم ترسره کړي چې په ترڅ کې يې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته