سیاستخبرونهTOPټولنه

د ترکیې ۵۰۸ ټنه مرسته هرات ته راورسېده

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د ترکیې د مرستو اتمه ۵۰۸ ټني جوپه د دغه هېواد د سفیر له لوري په تورغنډۍ بندر کې د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوه.
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، چې له دغو مرستو ۳۰۰ ټنه به په زلزله ځپلو او ۲۰۰ ټنه نور به په هغو کډوالو ووېشل شي، چې تازه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي احمدالله متقي وايي چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي، جامې، درمل، د حفظ الصحې توکي، کمپلې او خيمې شاملې دي.
ورته مهال د ترکیې سفیر وویل چې ترکیه د افغانستان له خلکو سره د لا زیاتو مرستو ژمنه کړې ده.
ټاکل شوې دغه مرستې د هرات د سرې میاشتې ریاست له خوا په زلزله ځپلو سیمو او کډوالو ووېشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته