کابل – باختر دتلې دمياشتې ٣
دوه تنه پرون د پروان ولايت دکوه صافى په ولسوالۍ کې ديو موټر چلوونکي دوژنې په تور ونيول شول .
دکوه صافى ولسوال سيف الله بيدار باختر آژانس ته وويل : دغه کسان له هغه وورسته چې دکوه صافى ولسوالۍ دچپرې غاښ په ساحه کې دټکسي يو چلوونکې دتومانچې په ډزو سره وواژه د پوليسو له خوا ونيول شول .
بيدار وويل : له دغو دوو تنوڅخه چې غوښتل يې دمقتول موټر غلا کړى دوه ټى ټى تومانچې دپوليسو لاس ته ورغلې دې او تحقيقات له دوى څخه هم پيل شوي دي .