کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکيې خيريه بنسټ (آى.اچ.اچ) له استازي سره د پکتيکا او خوست زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې وکړې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د رياست الوزرا د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د ترکيې خيريه بنسټ استازي مجاهد قليچ په دې کتنه کې ويلي دي چې د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره د دوى مرستې دوام لري او د خيمو او کمپلو د وېشلو ترڅنګ هره ورځ په زلزله ځپلو سيمو کې زرو تنو ته خواړه برابروي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د ترکيې خيريه بنسټ د مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې د زلزله ځپلو سيمو د بيارغونې په برخو کې د دې بنسټ د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې سختې زلزلې زيات ځاني او مالي تاوانونه رامنځته کړل چې ډېرو هېوادونو او مرستندويو سازمانونو د مرستې رسولو لپاره تيارى اعلام کړ او يوشمېر هېوادونو او نړيوالو مرستندويو سازمانونو له زلزله ځپلو سره خپلې بشردوستانه مرستې ولېږلې.
د اسلامي امارت مسوولين وايي چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې زلزلې ځاني او مالي تاوانونه رامنځته کړي او د زلزله ځپلو سيمو بيارغونه زياتو مرستو ته اړتيا لري.
\ ج