روغتیا

د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو او د درملو د تولید تفاهم لیک لاسلیک شو

کابلباختر د زمري د مياشتې٢
دافغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې  نن له غرمې مخکې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو او د درملو د تولید تفاهم لیک لاسلیک شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو په کې ګډون درلود، دغه تفاهم لیک د عامې روغتیا وزیر  ډاکټر فیروزالدین فیروز او د بي، آر، اېس شرکت رئیس شیټي چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې فعالیت لري، لاسلیک کړ.
د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به روغتیايي خدمتونه په ځانګړي ډول د وزیرمحمداکبر خان او شیخ زاید روغتونو د ادارې او مدیریت په برخو کې چمتو شي. دغه راز د باکیفیته درملو د تولید یوه برخه هم جوړېږي چې په پیل کې به درمل په ابتدايي ډول وارد او له انډې کولو وروسته بازار ته وړاندې کېږي، خو په دویم پړاو کې دا اسانتیاوې پراخېږي  چې درمل په بشپړ ډول په کابل کې تولید شي.# پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته