خبرونهاقتصادټولنه

د تخار – بدخشان لویه لاره بیا ورغول شوه

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار – بدخشان لویې لارې د بیارغونې کار بشپړ او د تخار ولایت د والي الحاج مولوي عبید الله امین زاده، د یاد ولایت د ټولګټو د رئیس مولوي امیر محمد حذیفه او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ټولګټو وزارت ویلي چې د یادې لویې لارې اړوند د ۵۸ کیلومتره سړک د بیا رغونې کار چې د ۱۲۰متره واش ( معبر) ، ۱۰۰متره ګابیوني دېوال او د  ۸ پایو پُلګوټو د بیارغول هم په کې شامل وو د ټولګټو وزارت له بودجې څخه د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په بیارغونې سره به په دغه لویه لار د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته