کابل باختر دوږي شپږمه :
ناپيژندو وسله والوکسانو تېره شپه د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې د آمريت د څارنې يوغړى وواژه.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته خبر ورکړ: ناپيژاندو وسله والو کسانو د محمد آغې ولسوالۍ د پوهنې د آمريت غړى محمد ظريف د کابل ولايت په چار آسياب ولسوالۍ کې په خپل کورکې د ډبرو په ګوزارونو سره په بې رحمانه ډول وواژه.
عرب زياته کړه: محمدظريف چې ٦٢ کلن و؛ پخوا د محمد آغې ولسوالۍ په سرخاب ليسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله .
ويل کيږي د دغې پيښې اصلي علت نه دى روښانه شوى، خو په دې اړوند څيړنې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ