– کابل، د غبرګولي ۲۸مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شېر محمد عباس ستانکزي، نن په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل.
له بهرینو چارو وزارت څخه باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د دغه وزارت سیاسي معین، د افغانستان په تړاو د ترکمنستان ناپېیلي او رغنده دریځ ستایلی او د دواړو هېوادونو اړیکې یې دوستانه او پر مشترکو ګټو ولاړې بللې دي.
هغه ډاډ ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي پروژې د پلي کېدا لپاره په بشپړ ډول چمتو دی او په دې تړاو یې د وروستیو پرمختګونو هرکلی هم کړی دی.
ستانکزي، دغه راز د ترکمنستان له سفیر څخه غوښتنه کړې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په ترکمنستان کې د افغان محصلینو زده کړې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وې، اوس په کار ده چې محصلین بېرته خپلو زدهکړو ته راوګرځي.
په همدې حال کې، د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف، په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو اړیکې د لا پیاوړتیا خوا ته روانې دي.
هغه، دغه راز د افغان محصلینو د تعلیمي بهیر د بیا پيل په اړه معلومات ورکړي او د یو شمېر هغو محصلینو چې زده کړې یې پای ته رسېدلې دي؛ د ډیپلوم اخیستلو لپاره ترکمنستان ته د تګ لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د کتنې په پای کې، د ټاپي ترڅنګ د ټاپ، رېل پټلۍ او قوشتېپې کانال په اړه هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.
وهاج