امنیت

ناپيژاندو کسانو په دايکنډي کې دپوليسو يوساتنمن ټپي کړ

دايکنډي باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
ناپيژاندو کسانو پرون په دايکنډي دپوليسو په يوه ساتنمن بريد وکړ.
په دې  پيښه کې دپوليسو دغه ساتنمن دهغوى په وړاندې مقاومت وکړ او وروسته ټپي شو.
ددايکنډي ولايت امنيه قوماندان سرور خان سروري دباخترآژانس خبريال ته                   وويل چې دپوليسو دغه ساتنمن دشهرستان ولسوالۍ او ددايکنډي ولايت دمرکز دلارې په اوږدو کې دناپيژاندو وسله والو کسانوله  خوا د چړې په  ګوزارونو سره ټپي شو.
دده دڅرګندونوله مخې: پوليسو ددغې پيښې په اړوند دوه تنه نيولي دي اوقضيه    ترڅيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته