سیاستخبرونهټولنهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ترکمنستان کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړه

کابل، د کب ۷ مه، باختر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد په پلازمېنه عشق آباد کې له افغان سفارت څخه لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې د سفارت ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته له ترکمنستان سره د اړېکو د پراختیا او قونسلي خدماتو د چټکتیا په پار لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي همدارنګه په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د هغوی نظرونه، مشورې او غوښتنې واورېدي.

د یادونې وړ ده، چې مولوي امیر خان متقي د خپل ترکمنستاني سیال په بلنه د بېلا بېلو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو په موخه هغه هغه هېواد ته رسمي سفر کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته