سیاست

تبصره : ملي وحدت دبهرنيو رسنيو توطيو او دماتې عامل

کابل باختر دسلواغې يو ويشتمه :
  افغانتسان له زياتو توطيو   او دسيسو سره مخامخ دى  او که چيرې ددغه شان ناخوالو او دسيسو  په وړاندې په ډله ئيز پيوستون  سره ځواب ونه وايو په حقيقت  کې په خپل  ملي  هويت او ارزښتونو مو سترګې پټي کړي دي .
دباخترژانس  مفسر ليکي:  افغانستان سختې ورځې تيروي دغه هېواد  او خلک يې له سخت او نازک حالت  سره مخامخ دي .
له افغانستان څخه بهر  ګړۍ  زموږ په هېواد کې دخپلو خاصو ګټو  او موخو په لټه کې  دي له هر امکان او وسيلې څخه استفاده کوي   چې خپل بدنيتونه او عرضونه  زموږ په خلکو او هېواد وټپي په افغانستان کې حالت دومره نازک دى  چې اوس دغه هېواد دنورو  هېوادونو دنيابتي جګړو سياسي  لوبو او دسترو  استخباراتي توطيو ډګر دى .
داکار له احتمال څخه لرې نه دى چې سړه جګړه او دسترو قدرتونو سيالۍ بيا هم دافغانستان له ډګر څخه پيليږي .

او بيا هم  افغانستان  ددغو قدرتونو  دلنډ مهالو او اوږدمهالو  سياستونو  قرباني دى .
  په دغه شان يوحالت کې  دا ملي وحدت  او پيوستون دى چې کولى شي  دغه شان چلنجونو ته  حواب ووايي .
  خو  زموږ دسياستوالي  ترمنځ سياسي  ناخوالې او  په مشخصو او منفعت غوښتونکو غوښتنې  د ځينو دغو کسانو ټينګار  ملي ګټې په يوډول نه يوډول  دشخصي ګټو تر اغيزې لاندې  نيولي دي .
  په اوسنيو شرايطو کې  چې ددغه هېواد ددښمنانو له خوا  دافغانستان او دهغه  دخلکو په وړاندې  دسيسې غرضونه  توطيې  او پراخ پروګرامونه  رامنځته شوي دي  زموږ دهېواد او خلکو داوس  اوراتلونکې په نسبت يې  دبې باورى  او بې اعتمادي فضا  رامنځته کړې ده .
خو هغه وخت  له دغه واکمن  حالت څخه وتلي شو  چې  د خپل ځان او هېواد  په نسبت  ملي تعريف   وړاندي کړو .   دغه تعريف  بايد پراخ  ژور او په پراخو  اړخونو سره وي   چې زموږ سياسي اقتصادي  ټولنيزې  فرهنګي  او تجارتي ګټې  جوتې کړي .
  موږ هغه وخت کولى شو  دملي  سرچينو په باب  په يوه  هراړخيز  تعريف  بريالي شو  چې دخپل هېواد دحالت  او شرايطو په باب  درک ولرو .
  په همدې درک سره  کولى شي  دوګړني ارادې  په لور ګام واخلو ،  دملي ګټو  په باب   بشپړ تعريف ته  رسيدل به  هغه وخت  شونې وي  چې موږ  له خپلو قومي   ، ژبنيو تنظيمي   او ګوندي  ګټو څخه  تير شو .  ملي تفکر پراخ بنسټه کړو    په هېواد کې دمسئلو په نسبت ملي  او وګړنى  نظر  ولرو .  په داسې حال کې چې  په قومي  سياسي او شخصي مسايلو مصروفيت  او دژبنيو ګټو  طرحه کول  زموږ په ملي ګټو سيوري  غوړوي .
  دغه راز  دهېواد رسنيو ته  لازمه ده چې  په دې برخه کې  په زيات مسووليت مننې  سره  کار وکړي  دوى  دخلکو دپيوستون  او نږدې کولو لپاره  اغيزمن وي  او بايد  په ټولنه کې  له دغه  اغيزمنتوب څخه  دملي  مفکورو دپياوړتيا لپاره  ديو فرصت په توګه  کار واخلي .
نو  له اوسنيو ستونزو  او ناخوالو سره  دوتلو لاره  ملي وحدت  او ملي ګټو ته  پناه وړل  او دملي ارزښتونوساتنه ده .
  موږ بايد دقومي  سمتي  اوژبني  لوړتيا غوښتنې  په نامه  په فرعي او بې بنسټو مسئلو کې په مصروفيت سره په خپل هېواد او کور کې  ددښمن دفعاليت  زمينه برابره نه کړو بلکې  له دغه شان  بې ځايه مفکورو څخه  په لرې والې سره  ديو روښانه  لرليد په لور  چې هماغه دهېواد ترقي  او پرمختګ دى  لاره  پرانيزو .
  ختم- ف – اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته