سیاستخبرونهامنیتTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ايټاليا سفارت له سرپرستې سره وکتل

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې دافغانستان لپاره د ایټالیا سفارت له سرپرستې ميرمن نتالیا کانتیوالا‌ او د افغانستان لپاره د ياد هېواد له ځانګړي استازي جان فرانکو پیتروزیلا سره وکتل.
دواړو لوريو په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د دوحې د وروستۍ ناستې او راتلونکو ناستو سربېره، له لوېديځو هېوادونو سره د اسلامي امارت د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو په اړه خبرې اترې وکړې.
کوانتیوالا په کابل کې د ایټالیا د سفارت د فعالیتونو پراخولو له هڅو څخه هم يادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ایټالیا جمهوریت دافغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ترڅنګ په اقتصادي برخو کې له نړیوال بانک او خپلو شريکانو سره کار کوي، ترڅو د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره ګټور ثابت شي.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې اسلامي امارت د نړۍ له
ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي او د تعامل دروازې يې د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصې دي.
متقي زياته کړه، چې لوېديځ هېوادونه هم کولای شي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د اسلامي امارت سره تعامل ته را وړاندې شي او د افغانستان اړوند مسایل مخامخ مطرح کړي.
هغه همدارنګه وويل؛ اسلامي امارت د هر هغه فعالیت هرکلی کوي، چې د افغانستان د خلکو لپاره د هوساينې سبب کيږي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د ايټاليا د سفارت سرپرستې پرون د رياست الوزراء له اداري مرستيال سره هم کتنه درلوده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته