فرهنګ

دنيمروز ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست اداري ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر د تلې لومړي : دنيمروز ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست اداري ودانۍ جوړيږي . دنيمروز ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست داداري څانګو دودانۍ دجوړولو کار پرون ددغه رياست په انګړ کې پيل شو . دنيمروز ولايت دښار جوړولو رييس انجنير عبدالغفور هدف دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې ددغې ودانۍ دبنسټ ډبره دنيمروز دوالي انجنير محمد سميع له خوا کيښودل شوه . دغه ودانۍ دښار او کورجوړولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه دوه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت د زر مربع متره ځمکې په ساحه کې په يوکال کې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته