خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان مالداران د څاریو لپاره د حکومت له وېشلو مرستو خوښ دي

کابل، د کب ۱۴ مه، باختر

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې کوچیان او مالداران وايي، چې د حکومت له لوري د دوی د څارویو لپاره د خوراکي موادو د ویش بهیر دوی خوښ کړي او همدا مرستې وې، چې د څارویو د تلفاتو څخه یې مخنیوی وکړ.

محمد انور او شیرعالم د بغلان ولایت دوه تنه مالداران وايي، چې په دهنه غوري او د پلخمري په مغربو سیمه کې د دوی یو شمېر څاروي د خوراکي موادو د نشتون له امله د واورې په ډېرېدو سره تلف شوي، خو زیاتوي، چې د بغلان سیمه ییز حکومت ورسره پروخت د څارویو لپاره د خوراکي موادو مرستې کړي او د دوی د څارویو د مړه کېدو څخه یې مخنیوی کړی.

جمعه او دادمحمد د مرکزي بغلان دوه تنه مالدارنو وویل: « مونږ د مېږو لپاره بوس، کټی او نور خوراکي توکي خلاص کړي وو، د واورې په ډېر اورښت سره مو د مالونو مړه کېدل پیل شول چې پر وخت راسره لازمې مرستې وشوې او څاروي مو د مرګ له ګواښ څخه وژغورل شول.

د بغلان ولایت مقام او امنیه قومندانۍ دواړو د خبرپاڼو په خپرولو سره مالدارانو د مرستو رسولو د پیل خبر ورکړی او ډاډ یې ښودلی، چې مالدارانو او د بغلان ټولو اوسېدونکو سره به د اړتیا په وخت کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته