امنیت

طالبانو په پروان کې خپل يو قوماندان قاضي رسول اعدام کړ.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
وسله والو طالبانو په  پروان ولايت کې په يوې صحرايي محاکمه کې خپل يو قوماندان اعدام کړ.
قاضي رسول  پرون  ناوخته   له هغه   وروسته   ونيول شو او اعدام شو چې د طالبانو د ډلې دوه تنه غړي يې  وژلې و.
دطالبانو دغه  قوماندان کله يې چې غوښتل وتښتې ونيول شو او   د دغې ډلې ديو شمير نوروقوماندانانو په لارښوونه دسياه ګرد ولسوالۍ  دقمچاق دسيمې لسګونو تنو اوسيدونکو په  وړاندې په يوه صحرايي محاکمه کې اعدام شو.
قاضي رسول په  ښکاره د طالبانو ترمنځ دخپل منځي اختلافونو له امله ددغې ډلې د دوو تنو غړو په  وژلو اقدام کړى  و.
د پروان  ولايت دپوليسو ونيدوى  سيدمحمدسليم له باختر آژانس سره په اړيکه
په سياه ګرد کې د طالبانو د ډلې قوماندانانو له خوا د طالبانو د قوماندان قاضي رسول اعدامول  تاييد کړل او ويې ويل چې ده   دوه ورځې مخکې د طالبانو غړي قارى محمدګل او رحم الدين وژلي وو او له همدې امله اعدام کړاى شو.
په همدې حال کې دقمچاق دسيمې يو تنو اوسيدونکى چې دقوماندان رسول په صحرايي محاکمه کې حاضرو  وايي چې طالبانو ددغې ډلې د دووتنو نورو غړو دوژلو په  باب د ده  له اعترافونو وروسته هغه  دخلکو په وړاندې اعدام کړ.
دسياه ګرد ولسوالۍ قمچاق سيمه له امنو سيمو څخه  پيژندل کيږي چې د وسله والو طالبانو د پراخ شتون له امله  دولتي ځواکونه  پکې نشته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته