سیاستخبرونهنړۍ

د بريټانيا د پارلمان غړى: زموږ پوځيان بايد په افغانستان کې د خپلو جنايتونو ځواب ووايي

کابل، د چنګاښ٢٦مه، باختر

د بريټانيا د پارلمان يو غړي ويلي، چې زموږ د هېواد پوځيان بايد د هغو جنايتونو ځواب ووايي، چې په افغانستان کې يې ترسره کړي دي.

جرمي کوربين  دغه غوښتنه  ټيک هغه وخت طرحه کړې، چې په دې وروستيو وختو کې بي بي سي په يوه رپوټ کې ويلي، چې د بريټانيا ځانګړو ځواکونو په ٢٠١٠ کال کې د افغانستان په هلمند کې د خپلسرو عملياتو په بهير کې څه د پاسه ٥٠ تنه ملکيان وژلي دي.

د بريټانيا د دفاع وزارت دغه رپوټ رد کړى او  د دغه رپوټ پر خلاف په افغانستان کې د بريټانيايي ځواکونو د کړو وړو دفاع يې کړې ده او هغه يې د ميړانې جګړه بللې، خو د دغه هېواد د مجلس غړي جرمي کوربين په دې اړه د انګليسي ځواکونو د ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده.

جرمي کوربين د بريټانيا په پارلمان کې وويل” زموږ ځانګړي ځواکونه بايد د نورو وسله والو ځواکونو په شان ځواب ورکوونکي وي”.

جرمي کوربين  چې پخوا د کارګر ګوند مشري او د بريټانيا د اپوزيسيون مشري يې په غاړه لرله د جمعې په ورځ په يوه تويټ کې وليکل” نن سهار په افغانستان کې د بريټانيا د ځانګړو ځواکونو په اړه  د وروستيو تورونو په باب په پارلمان کې ما وزير ته وويل، چې زموږ ځانګړي ځواکونه بايد د نورو وسله والو ځواکونو په شان د دموکراتيک ځواب ورکولو تر پوښښ لاندې وي. ”

نوموړي ټينګار کړى چې موږ بايد د دندې او د جنايتونو ترمنځ  توپير ومنو، په داسې حال کې چې په افغانستان کې زموږ د ځانګړو ځواکونو کارونه د يوې دندې له ترسره کولو  لرې و، له بده مرغه زموږ ځوان پوځيان په هلمند کې د ملکيانو په وژلو کې  په خپل منځ سيالي  وکړه او له لارښوونې نه یې لرې عمل وکړ، نو موږ دموکراتيک هېواد نه يو ځکه د دموکراسۍ لومړۍ مؤلفه د قانون منل دي  په داسې حال کې چې  انګليسي پوځيانو قوانين تر پښو لاندې کړي دي.

بايد وويل شي، چې د بي بي سي رپوټ  پراخ انعکاس درلود آن تر دې چې د بخښنې نړيوال سازمان هغه يو عمدي جنايت بللى او په دې اړه يې په زياتو او شفافو تحقيقاتو ټينګار کړى دى، د بشرحقونو د کتونکو هم د بخښني نړيوال سازمان په څېر ورته نظر لري.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته