خبرونهاقتصادټولنه

د بامیان ښاروالۍ تېر کال ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د روي ۱۶مه، باختر

د بامیان ښاروالۍ مسوولینو د تېر ۱۴۰۲ کال د راپور ورکولو کلنۍ غونډه کې د ۵۳ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولو خبر ورکړی دی.

د باميانو ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارو مدير عبدالحکيم موسوي وویل، چې تېر کال د باميانو ښاروالۍ له سوداګريزو ځايونو څخه د صفايي محصولاتو راټولولو، ورزشي جمنازيوم او هټيوالو ته د غرفو د وېش له لارې ۵۳ ميليونه افغانۍ عواید راټول کړي او دولتي خزانې ته يې جمع کړې دي.

په همدې حال کې موسوي د دغه رياست له پلان او بودجې سره سم په راتلونکي کال کې د سړکونو، د پلونو او پلچکونو د جوړولو او د ځينو نورو پروژو د پلې کولو خبر هم ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته