امنیت

وسله والو کسانو په نيمروزکې يوه ښځينه پوليسه په ډزو سره ووژله

کابل باختر دليندي څوارلسمه :
ناپيژندل شويو وسله والوکسانو په نيمروز ولايت کې يوه ښځينه پوليسه په ډزو سره ووژله .
دغه ښځينه پوځي چې د نيمروز د والي دکار په دفترکې د پلټوونکې په توګه يې دنده ترسره کوله؛ نن سهارکله چې له کورڅخه د دندې په لور روانه وه؛ د دوو موټرسايکل سپرو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شوه .
د نيمروز د والي ويندوى احمدعرب د باختر خبري آژانس ته وويل: په دې بريدکې ددغې ښځينه پوليسې يوه ځوانه لور او يو زوى چې ورسره ملګري وو؛ ټپيان شوي دي.
د نيمروز د والي ويندوى وسله وال طالبان ددغې ښځينه پوليسې د وژلو مسوول بولي او وايي: امنيتي ځواکونو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
عيني شاهدان وايي: د دغې پوليسې زوى د ښوونځي په لور روان و چې په درې واړو بريد وشو .
دا د ديوکال په بهيرکې په نيمروز ولايت کې د امنيتي منسوبينولسم ترور دى.
دخبرونو له مخې: ددغې پيښې عاملين نه دي نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته