کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د اوبولګولو يو کانال نن په ميدان وردګو کې پرانیستل شو.
د ميدان وردګو د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست سرپرست سعد الدين خان باختر آژانس ته وويل چې د اوبولګولو دغه کانال د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱،۸ میليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې د دغه کانال په جوړېدو سره ١۵٠جريبه ځمکه خړوبېږي.
هغه زياته کړه: هلې ځلې کوو د دغه ولايت په ګوټ ګوټ کې ټولګټې پروژې عملي کړو.
ختم-ج –ا