کابل باختردلړم دمياشتې څوارلسمه :
يو وسله وال طالب دقندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې د پوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو او يوبل طالب ټپي شو .
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل: دغه نښته نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو د خاکريز ولسوالۍ د ناصرقلعه په ساحه کې دپوليسو په ګزمې بريد وکړ.
فيصل زياته کړه: ددغې نښتې په بهيرکې يو طالب ووژل شو اويوبل طالب ټپي شو.
ديوبل خبر له مخې: دپوليسو ځواکونو تيره شپه د ژيړي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دښمن د وسلو اومهماتو يوه زيرمه کشف کړه .
دقندهار د والي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل: دغه زيرمه ددغې ولسوالۍد تانکلي په کلي کې کشف شوه چې له هغې څخه د توغندي ويشتوونکي ماينونه، کلاشينکوفونه ، دوه ميله پيکا، شل لاسي بمونه او د هاوان يوماين ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل