کابل، د وري ۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په غزه کې د عاجل اوربند د مسودې د تصویب هرکلی کوي او د دې ترڅنګ د حماس او په ټوله کې د فلسطیني ولس د هغه موقف، چې د اوربند د دوام، د ټولو اشغالګرو ځواکونو د وتلو، غزې ته د پراخو بشري مرستو رسولو، خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو د بیرته ستنیدلو، د غزې ښار د بیا رغولو او محاصرې ختمولو غوښتنه کوي، تایید او ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید هر څه ژر په غزه کې د اوربند پلي کول یقیني کړی، او د روان بحران مخه ونیسي.
په عين حال کې د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا او بانفوذه هېوادونو غږ کوي، چې له پرېکړه ليکونو هاخوا د فلسطينيانو د نسل وژنې د مخنيوي له پاره عملي ګامونه پورته کړي او د فلسطیني قضیې د اساسي حل لپاره عادلانه لارې چارې ولټوي.