اقتصاد

د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو شپږمه غونډه په کابل کې جوړه شوه.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٢

دافغانستان لپاره دسيمه ييزو اقتصادي همکاريو شپږم کنفرانس(ريکا) نن په کابل کې پرانستل شو.

دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کنفرانس کې به دسيمې دهيوادونو ترمنځ داقتصادي همکاريو او نښلولو په باب خبرې اترې وشي.

ددغه کنفرانس دکار په پيل کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزى خبرې وکړې او ويې ويل ددغه کنفرانس مهم هدفونه دوريښمو د لارې داحياکولو ، د لاجوردو د لارې دجوړولو دکاسا – ١٠٠٠ دپروژو او د تاپي دپروژې او د سيمې دهيوادونو ترمنځ ، دتجارتي ،ترانزيت او د انرژۍ دليږدونې او پراختيا په باب خبرې اترې دي .

دبهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل ريکا – ٦ د سيمې د هيوادونو داقتصادي ودې لپاره ښه فرصت دى او د ريکا دتيرو غونډو چلنجونه به هم په دې کنفرانس کې وڅيړو هيله لرو چې زموږ خبرې ښې نتجې ولري دغه راز ددغه کنفرانس په پيل کې دهيواد داقتصاد دوزير عبدالستار مراد خبرې وکړې او ويې ويل : موږ زياتې پانګې ته اړتيا لرو چې خپل اقتصاد ته وده ورکړو.

داقتصاد وزير وويل :افغانستان ښې اقتصادي پاليسۍ ته اړتيا لري او افغانستان ته لازمه ده چې دترانزيت په باب کار وکړي او سيمه ييز اقتصاد جلب کړي.

داقتصاد وزير په دې کنفرانس کې ټينګار وکړ چې افغانستان بايد دخصوصي سکتور ملاتړ وکړي.

د ريکا – ٦ په کنفرانس کې دنړۍ او دسيمې د ديرشو هيوادونو او د څلويښتو نړيوالو سازمانونو استازو  ګډون کړي دي او دوه ورځې دوام کوي.

ددغه کنفرانس لومړى ورځ دترانزيت او نښلولو د مسئلو په باب خبروته ځانګړۍ شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته