سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغان – قزاق نړیوال نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

کابل، د غويي ۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت او د قزاقستان د چارواکو له لوري، نن د «افغان – قزاق» دوه ورځنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د دغه نندارتون په پرانیست‌غونډه کې، د افغانستان اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو او مسئولینو، کابل ته له قزاقستان څخه راغلي لوړ رتبه پلاوي، پانګه والو او سوداګرو او په کابل کې یو شمېر سفیرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، د نندارتون پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ويل چې د افغانستان اسلامي امارت، په هېواد کې د کورنیو پانګه والو ترڅنګ، بهرنيو پانګه والو ته هم د پانګونې زمينه برابره کړې ده او هر ډول آسانتياوې یې ورته برابرې کړې دي او همدارنګه د هغوی د هر راز پانګونې ملاتړ کوي.
هغه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي اړیکو په پراختیا کې د دغه شان نندارتونونو جوړول مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د داسې نندارتونونو د جوړولو موخه، د افغانستان او قزاقستان خلکو ته د دغو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو پېژندل دي.
دغه راز د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، وويل چې په هېواد کې د اسلامي نظام په بشپړ حاکميت سره؛ افغانستان په سياسي او اقتصادي ډګر کې مخ پر وړاندې روان دی او اوسمهال د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او سياسي نمايندګۍ خلاصې دي.
سیاسي مرستیال، پر کورنیو او بهرنیو پانګه والو غږ وکړ چې را دې شي او په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، ځکه اوسمهال تر هر وخت ښه د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
د غونډې په دوام، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سياست خپلواک، متوازن او اقتصاد محور سیاست یاد کړ او ویې ویل چې د افغان – قزاق نړيوال نندارتون په شان برنامو جوړېدل کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سياست په برخه کې مهم رول ولوبوي.
عزیزي له هېوادوالو څخه وغوښتل چې له کورنیو محصولاتو او تولیداتو د استفادې ترڅنګ، په نندارتون کې له قزاقي تولیداتو او محصولاتو څخه هم استفاده وکړي او ملاتړ یې وکړي.
همدا رنګه، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي، په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اړيکې که هغه سياسي، اقتصادي او که تاريخي دي؛ نه شليدونکې اړيکې دي او اسلامي امارت هڅې کړې چې د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري، خو د سيمې هېوادونو اړیکو ته پر خاص ارزښت قایل دی.
متقي زیاته کړه چې دا د افغانستان اسلامي امارت د خپلواک، متوازن او اقتصاد محوره سیاست نتیجه ده چې اوسمهال د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او استازولۍ فعالې دي او افغانستان د سیمې له هېوادونو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.
د افغانستان د کانونو او صنایع رئیس شېرباز کمین زاده، هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د سوداګرو او پانګه والو سر او مال خوندي شوي؛ هغوی ته ډېرې آساتیاوې برابرې شوې او په افغانستان کې د هر راز پانګونې زمینه برابره شوې ده.
نورو ویناوالو هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او د هېواد د اقتصادي ودې او کاري زمینې په برابرولو کې یې د دغه شان نندارتونونو جوړول ګټور وبلل.
همدا رنګه، یو شمېر غرفه لرونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې؛ د هېواد په دننه او بهر کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو د نندارتونونو د جوړولو په خاطر له افغانستان اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ؛ د لا زیاتو نندارتونونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
د غونډې په پای کې، چارواکو د «افغان – قزاق نړیوال نندارتون » پرانیسته او له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه.
دغه نندارتون د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی دی چې نن او سبا د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي. په دغه نندارتون کې ۸۰ شرکتونو چې ۴۰ یې افغاني او ۴۰ نور یې قزاقي دي؛ ګډون کړی او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، خوراکي او غیر خوراکي توکي، لاسي صنایع، غالۍ او د دواړو هېوادونو نور تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته