ټولنه

په هرات کې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر دليندي  يو ويشتمه :
په هرات ولايت کې  له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته  وشوه .
  دغه کورنۍ  سيمه ئيزې  جګړه ځپلې  او بې وزلي دي .
دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دادارې  يوه مسوول باختراژانس ته ته وويل چې په دې پړاو کې  له څلور سوه اويا اړو کورنيو سره مرسته شوې ده .
ده وويل دغه مرستې  چې وريجې ،  اوړه  غوړي  مالګه  او دال پکې شته دمرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې .
ويل کيږي چې دغه کورنۍ  دسيمه ئيزو  چارواکو دڅيړنې په بهير کې  دمرستو مستحقې  پيژندلې شوې دي .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته