اعلامیهسیاستخبرونهTOP

د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل، د سلواغې ۲۸مه، ب اختر

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو نیمو کلونو کې له یوې خوا په کور دننه د نظام د سیاسي، اداري، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي بنیادونو د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ له بلې خوا یې د سیمې هېوادونو سره اړیکو کې ښه پرمختګ کړی دی.

همداراز اسلامي امارت د ملګرو ملتونو، غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده ایالتونو سره هم په منظم ډول د ګڼو چاینلونو له لارې د یو اړخیز نامشروع بندیزونو، تور او جایزې لېستونو او د افغانستان بانک د زېرمو د آزادولو په اړه بحثونه لرلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملکرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.

د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسوول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې‌ نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.

د یادونې وړ ده، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.

د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیز تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم په دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته