امنیت

په سانچارک کې د نويد_١٥ عملياتو کې دطالبانو دسردروند زيان .

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
وسله والو طالبانو ته په سرپل ولايت کې   دنويد_ ١٥  عملياتو په بهېرکې دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه عمليات د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون  په سانچارک ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانوپه سنګرونو پيل شوي دي او دوام لري.
دهېواد په شمال کې  دامن او عامه نظم د قطعې قوماندان جنرال حسيب الله قريشي  چې ددغې  جګړې قومانده په غاړه لري دباخترآژانس خبريال ته وويل؛
دنويد_  ١٥ عملياتو په لومړيو دريو ورځو کې تراوسه پورې  دطالبانو دډلې   ددريو تنو قوماندانانو په ګډون  څلويښت  تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي   او په لسګونو تنه نورټپيان شوي دي.
ده وويل ؛  دده تر امر لاندې پوځيان  بريالي شوي دي  چې په سانچارک
ولسوالۍ کې څو کلي  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي  او دغه عمليات به د ډاراچوونکو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.
دسانچارک ولسوالۍ  په دې وروستيو وختو کې  دوسله والو طالبانو دشتون  اوفعاليت ډګر دى.
طالبانو له خپلو پراخو بريدونو  وروسته  ددغې ولسوالۍ  زياتې سيمې ترکنترول لاندې لري . وسله والو طالبانو دسانچارک ولسوالۍ دځينو سيمو دنيولو په لومړيو ورځو کې دپوليسو په لسګونو تنه سرتيري  په ډزو سره ووژل.
ديوبل خبرله مخې : اووه تنه وسله وال طالبان دسرپل ولايت  په کوهستاناتو ولسوالۍ کې  له پوځيانو سره  د جګړې په بهيرکې  ووژل شول .
وسله وال  طالبان  تيره شپه دکوهستاناتو ولسوالۍ  په لويه لاره کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان  دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته