سیاستخبرونهTOP

د افغانستان لپاره د هند ځانګړی استازی: غواړو، چې له افغانستان سره د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړو

کابل، د کب ۱۸مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د هند له ځانګړي استازي جي پي سنګ سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو، اقتصادي او ترانزيتي مسايلو هراړخيزې خبرې وشوې.
جې پي سنګ په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي وبللې او ویې ویل چې هندوستان په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې بشري مرستې کړې دي.
هغه همدارنګه په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات، له نشه یي توکو، داعش او فساد سره د اسلامي امارت ‏د مبارزي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې اسلامي امارت د هند د بشري مرستو مننه کوي او د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یو مهم هېواد په توګه له هندوستان سره سیاسې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
متقي همدارنګه د هندوستان له ځانګړي استازي څخه افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته د ویزو اړوند د اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته