کابل، د چنګاښ ۸ مه، باختر
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د پکتیا یو امنیتي مسوول باختر آژانس ته وویل چې۲ تنه د پکتیا په مرکز او څکمنیو ولسوالۍ کې د جنايي جرمونو په تور نیول شوي، په یادو کسانو د مبایل غلا او غیر قانوني وسلو ګرځولو تور لګول شوی دی.
له نیول شویو کسانو څخه یوه امریکايي تومانچه او غلا کړای شوي مبایلونه هم ترلاسه شوي دي.
بارکزی