خبرونهTOPورزش

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د ترسراوي په اړه د بورډ غړو ځانګړې ناسته ترسره شوه

کابل، د کب ۱۹مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې نن د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف په مشرۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ یا APLT20 په اړه د بورډ غړو ترمنځ خپلمنځي ناسته ترسره شوه چې په ترڅ کې یې د دې لیګ دویم پړاو د غوره ترسراوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور وارزول شو او د پروسې د ښه او بریالي ترسره کېدو له پاره ټاکل شوي پلاوي ته لازمې لارښوونې وکړې.

په دې ناسته کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره، د غوراوي په دویم پړاو کې د دریو غوره شویو کمپنیو (پانګونې ته لېواله شرکتونه) له منځه دوه کمپنۍ د درېیم پړاو له پاره غوره او د یادو کمپنیو د لا ډېرې څېړنې او اروزنې، مالي ثبات، تخنیکي اړخونو، پس منظر ته په کتو او د یاد لیګ د نورو اړوندو اړخونو د ارزونې په موخه ګومارل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د درېیم پړاو له پاره خپل راپور د وروستۍ پرېکړې په موخه د بورډ له غړو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د بیا پیل او دویم پړاو د غوره ترسراوي په موخه د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په اپریل میاشت کې یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو خپل هر اړخیزې ارزونې وکړي او د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه او د بورډ له غړو سره یې شریک کړي.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او د بورډ غړي د یاد لیګ ترسره کول د ادارې او لوبغاړو له پاره خورا مهم او اړین وبلل او هیله یې وښوده ترڅو اړوندې پروسې ژر تر ژره بشپړې او یاد لیګ بیا پیل شي.

په یاده ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان، په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر عبیدالله صدرخېل، د کاردان پوهنتون رییس احمد خالد حاتم، د کام ایر ګروپ مشر زمري کامګار، الله داد نوري، خان جان الکوزي، رییس احمدزي او د یاد لیګ له پاره د ټاکل شوي پلاوي غړو شتون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته