امنیت

روزګان: اتيا تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

-کابل باختر د لړم  نولسمه :
چارواکي ادعا کوي چې تیره شپه د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د (وانو) په سیمه کې د ګډو امنیتي ځواکونو لخوا ځمکني او هوايي عملیات تر سره شول چې له امله يې د دولت اتيا تنومخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند مجتبی زلمی وایي دغه عملیات چي د شپي تر ناوخته پوري ترسره شوي دي؛ پکې د وسله والو مخالفینو دیرش تنه وژل شوي او پنځوس نور ژوبل دي چې د يو شمېر وژل شوو او ټپيانو مړي يې د جګړې په ډګر کي پاته شوي هم دي.
د ده په خبره له وسله والو مخالفینو څخه ځیني سپکي او درنې وسلي هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نوموړی وايي چي په یاد برید کي د ملي فوځ څلور سرتیري  ټپيان شوي دي چې روغتيایي حالت يې د انديښنې وړ نه دی.
د یادونې وړ ده چي د وانو سیمه له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د دولت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې وه، چي څو ورځي وړاندې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ له سختو نښتو وروسته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته