کابلباختر د غويي ٢٥ مــــــــه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي له خوا د ارجنټاین د جمهوررئیس کرستینا فیر نندیس کیرچنر په نامه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت په دې شرح د مبارکۍ پیغام لیږل شوی دی:
خوښ یم چې د ارجنټاین د ملي ورځې په مناسبت ستا سو جلالتمآب او د ارجنټاین خلکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
د افغانستان خلک د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودو اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري او زموږ د هېوادونو ترمنځ د مناسباتو د لا پیاوړتیا لپاره د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي. بشپړ باور لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني دوستانه اړیکې او پیوندونه به له پخوا زیات د دواړو ملتونو په ګټه پراخي او ټینګښت ومومي.
دستاسو جلالتمآب روغتیا او د ارجنټاین د خلکو نیکمرغي او پرمختګ زما هیله ده