امنیت

په فراه کې دنويو هوايي بريدونو له امله ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
په فراه ولايت کې دنويو هوايي بريدونو له امله ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو طالبانو دنن ورځې په بهير کې دفراه ولايت په اړوندو سيمو کې بريدونه شوي دي.
دافغانستان په لويديځ کې دملي اردو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونو کې ١٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې بريد پرې وشو.
درارسيدلو خبرونو له مخې په دغو هوايي بريدونو کې د طالبانو څو سنګرونه دهغوى دجنګي وسايلو او ډيپوګانو سره دړې وړې شوي دي ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان دفراه ولايت په لويه لاره کې دماين ښڅولو په وخت کې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته