خبرونهاقتصاد

د افغانستان بانک یوولس ميليونه ډالر ليلاموي

 کابل، د چنګاښ ۱۴مه، باختر

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د چنګاښ په ۱۵مه، (۱۱) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

‍پرون هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر (۱۳) میلیونه ډالره وپلورل.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۸۸،۵۰ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته