امنیت

په کندزکې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
دکندز ولايت په مربوطاتوکې د کوماندو د ځواکونو د ځانګړو عملياتو په دوام ٢١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دغه ډار اچوونکي په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د کندز ولايت د دشت ارچي او د امام صاحب د ولسواليو او د کندز ښار په مربوطاتوکې د يو لړ ځانګړوعملياتو په بهيرکې وژل شوي دي.
په کندز ولايت کې د کوماندو د ځواکونو يوه وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتوکې يوويشت تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل: دغه ډار اچوونکي په خپل پټڼحي کې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې د کوماندو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي: د کندز ولايت په ځينو سيموکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
د کندز پوليس تېره شپه تر نن سهار پورې د خلکو په همکارۍ د دغه ولايت په يوه سړک د اتو ماينونو په کشف او شنډولو بريالي شوي دي .
ويل کيږي: طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يو لړ ډار اچوونکې پيښې رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته