کابل/ د کب ١٩ مه / باختر
د افغانستان بانک دویم مرستیال عبدالقدیر احمد د ماشومانو د ساتنې ادارې له استازو سره په کتنه کې د هېواد د بانکي سیستم له لارې د نړیوالو بشري مرستو د لېږد غوښتنه وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې کتنه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال عبدالقديراحمد د دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د بانکي سیستم له لارې به افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ګټور تمام شي. په دې کتنه کې د ماشومانو د ساتنې ادارې مسولانو په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او په مالي او بانکي مسئايلو کې یې له افغانستان بانک د همکاريو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو جلبولو هڅې ګړندۍ شوي دي. یو شمېرهېوادونو او مرستندویه موسسو لا د مخه د افغانانو د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه د مرستې ژمنه کړې ده؛ خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې دا مرستې باید له دولتي بنسټونو سره په همغږۍ ترسره شي.
\ ذ