خبرونهاقتصادټولنه

په کابل کې د ۴.۵ میلیونه ډالرو په پانګونې سره، ۱۲ پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړېږي

کابل، د غويي ۱۷مه، باختر

مالیې وزارت د کابل ښار د میرویس میدان په سیمه کې، د یوې سترې او معیاري سوداګریزې ودانۍ (ملت مارکېټ) د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د کابل ښار د میرویس میدان (کوټه سنګي) په سیمه کې، د دغه وزارت اړوند پر دوه جریبه ځمکه، د میهن ملت رغنیز خصوصي شرکت له لوري د ۴.۵ میلیونه ډالرو په پانګونې سره، په معیاري ډول ۱۲پوړیزه ودانۍ رغول کېږي، چې ۳۰۰ دُکانونه په کې په پام کې نیول شوي او ورسره به سلګونو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

ویل شوي چې یاد سوداګریز مرکز به د درېیو کلونو په موده کې جوړ شي چې له درکه به یې په کال کې ۳۸ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ور زیات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته