سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پغمان د قومي مشرانو او دیني عالمانو ستونزې واورېدې

کابل، د غوايي ۱۷مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له یوشمېر دیني عالمانو او قومي مخورو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د پغمان ولسوال ملاحمدالله حیدر او خلیفه شیخ محمد شفیق په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل چې په هېواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت خوښ او ورسره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

هغوی زیاته کړه، چې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او د اسلامي امارت په حاکمیت سره دې ولسوالۍ ته د ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی او خلک خوشاله دي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پغمان ولسوال او قومي مشرانو ته وویل، چې د پغمان مجاهدینو د دواړو یرغلونو خلاف ښه مبارزه کړې ده.

هغه وویل، چې اسلامي امارت ټولو افغانانو ته د امن او سوکاله ژوند غوښتونکی دی او د پغمان ولسوالۍ د اوسېدونکیو د ستونزو د حل لپاره به اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته