ټولنه

په سرپل کې پر ممتازو زده کوونکو جايزې ووېشل شوې

کابل باختر د زمري ١٥ مه
په سرپل کې د ساينسي مضمونو د سيالۍ د ازموينې ګټوونکي نن وستايل شول.
د سرپل د پوهنې رييس محمد خان بيکزاد د باختراژانس خبريال ته وويل، دغه ازموينه يوه مياشت مخکې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په  مناسبت د دغه ولايت د مرکز د ښووځيو د نجونو او هلکانو د پنځه زره زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې وه.
خبرځاى زياته کړه، چې په ياده سيالۍ کې د چارباغ د نجونو لېسې زده کوونکو لومړى، د منهاج سرج او د جوز زجان د نجونو د لېسو زده کوونکو  په ترتيب سره دويم او درېيم  مقامونه وګتل.
د سرپل والي عبدالقادر اشنا د جايزو د وېشلو په وخت کې د دغه شان سالمو سياليو د پروګرامونو ترسره کول د زده کوونکو د استعدادونو په وده کې  ګټور وبلل او د دغه شان پروګرامونو په دوام يې ټينګار وکړ.
ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته