خبرونهټولنه

په کونړ کې لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غويي ۱۷مه، باختر

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

باختر آژانس ته د یاد وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ یاده شبکه د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د «یونېسف» ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ په هزارمیر کلي کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

په یاده شبکه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د یوې ذخیرې جوړول او د ۱۶۹شیردانونو نښلول شامل دي.

ویل شوي چې د اوبو رسولو د یادې شبکې په ګټې اخیستنې سره، د یاد کلي ۱۶۹کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته