نړۍ، د غوايي ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلي رسنیو د راپورونو له مخې صهیونست پوځيانو رفح ښارګوټي کې مېشتو فلسطینیانو ته امر کړی، چې د دغه ښارګوټي ختیځه برخه پرېږدي او د یو ځانګړي دهلیز له لارې خان یونس او المواسي سیمو ته کډه شي.
د اسرایلو د پوځ راډیو ویلي، چې ښایي دغه امر پر رفح ښارګوټي تر عملیاتو وړاندې ورکول شوی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه رفح ښار کې د اسرایلو د هوایي بریدونو په پایله کې ۲۲ تنه فلسطینیان شهیدا شوي دي.
رفح ښار تر یو میلیون د زیاتو فلسطینیانو مېشت ځای دی، چې د جګړې له ویرې ورغلي دي او دغې سیمه کې د عملیاتو پیل کولی شي، ډېره مرګ ژوبله رامنځته کړي.
ورته وخت کې د مصر په پلازمېینې قاهره کې د غزې د اوربند په اړه خبرې پرون پای ته رسېدلي او د رسنیو راپورنه وایي، چې د ښکېلو خواوو ترمنځ ستونزه راپورته کوونکي مسایل لا هم شته.