خبرونهټولنه

پنجشېر کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۱۵ کلنې دښمني وروسته جوړه وشوه

کابل، د غوايي ۱۷مه، باختر

د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر په دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۱۵ کلنې دښمنۍ د ختمولو خبر ورکړی دی.

له ياد دفتر څخه باختر اطلاعاتي آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې یاده دښمني د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ او پروان ولایت د باګرام ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کاله وړاندې رامنځته شوې وه، چې د دغه ولایت د والي په لارښوونه د شخړو د حل لپاره په دغه ولایت کې د جوړې شوې کمېټې او علماوو شورا په منځګړیتوب ختمه او د دواړو لورو ترمنځ جوړه وشوه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د پنجشېر والي د یادې جوړې په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د ولسونو خپل نظام او په ولسونو دردمن دی د خپل مسؤلیت له مخې د ولسونو ارامتيا خپله دنده ګڼي، هغه له خلکو وغوښتل، چې د خپل نظام ترشاه ودریږي او ملاتړ يې وکړي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د دغه دښمنۍ په پایله کې دوو تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی وو.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هڅو د کاپیسا په حصه دوم ولسوالۍ کې هم د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۵ کلونو څخه وروسته جوړه وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته