کابل، د غوایی ۱۷ مه، باختر
د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو ریاست په یاد ولایت کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د فني او حرفوي زده کړو پروژه پیل کړه.
د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نورالله مسافر د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یادې پروژې لګښت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي چې په پرانیستلو سره یې د فلزکارۍ، خیاطۍ، نلداونۍ، برېښنا او نجارۍ په برخو کې ۱۰۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د نوموړي په وینا دوه برخه یې چې نلدواني او فلزکاري دي چارې یې نن پیل شوې او د درېیو نورو برخو چې خام توکي یې له مرکز څخه نه دي رسېدلي چارې به یې په راتلوونکو څو ورځو کې پیل شي.