خبرونهاقتصادTOPټولنه

د افغانستان بانک سرپرست: برېښنایي بانکوالۍ د ننني عصر یوه جدي غوښتنه ده

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري، د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا ناسته کې، برېښنایي بانکوالۍ د ننني عصر یوه جدي غوښتنه یاده کړې ده.

بدري، دغه راز د افغانستان بانک د اړوندو برخو له کارکوونکو څخه غوښتي چې د دې بانکوالۍ د پراختیا او پرمختګ لپاره په ټول توان هڅه وکړي او له دې لارې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

په ناسته کې، اړوندو مسئولینو د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او خپلې نظریې او وړاندیزونه یې شریک کړي دي.

د ناستې په پای کې، د الکترونیکي بانکوالۍ پراختیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ پر زیاتې همغږۍ او د تخنیکي ناستو پر دوام ټینګار شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته