امنیت

دغور ولايت دعامه نظم دپوليسو دوه تنه سرتيري وتښتول شول

کابل باختر د مرغومي څلورمه : دعامه نظم دپوليسو دوه تنه سرتيري پرون په غور ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول . دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باخترآژانس ته وويل: دغه دوه تنه سرتيري ددغه ولايت د چارسدې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د ناپيژندل شويووسله والوکسانو له خوا تښتول شوي او نامعلوم ځاى ته ليږدول شوي دي. خطيبي زياته کړه چې تښتول شويو سرتيرو خپلوکورونو ته د تګ نيت درلود او پوليسو د هغوى د موندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته