سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

د افغانستان بانک د سرپرست د اسلامي پراختیایي بانک او د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش او په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه بحرین ته سفر وکړ

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر 

د افغانستان بانک د عمومي سرپرست رئیس هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې (AAOIFI)  او د اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غوڼده کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته رسمي سفر وکړ. 

د دې غونډۍ موخه د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د غړو هېوادونو له لوري د نوو پرمختګونو شریکول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستل دي.

په دې کنفرانس کې به د مرکزي بانکونو پر استازو سربېره، د اسلامي مالي مؤسسو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو د شرعي بورډ غړي هم ګډون کوي. 

په دغه کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس هدایت الله بدري، د ریاست د دفتر لوی آمر صدیق الله خالد او د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر محمد یوسف سلیم د ګډون کوي.

د يادونې وړ ده، چې د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش اداره د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په ۲۶ نېټه د اسلامي مالي موسسو ترمنځ د همکاریو په موخه په بحرین کې جوړه شوې ده او دا مهال تر سلو زیات غړي لري.

د دې ادارې لید لوری د اسلامي مالي بازارونو د عملیاتو لارښوونه، د شریعت د اصولو او قواعدو پر بنسټ مالي راپور ورکوَنه او په اسلامي مالي بازارونو کې د داسې معیارونو برابرول دي چې د صنعت ودې ته لاره هواروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته