فرهنګ

د افغانستان یو لرغونی آثر پوهاندمحمدرسول باوري ته وسپارل شو

هانګ کانګ/ د لړم ۱۹ مه/ باختر
د افغانستان یو لرغونی تاریخي اثر، چې  د بودایې پیر له درېیمې څخه تر څلورمې پیړۍ اړوند ګڼل کېږي، په هانګ کانګ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند محمد رسول باوري ته د افغانستان یو خواخوږي ګبریل شاین وسپاره.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند له هانګ کانګ څخه  باختر آژانس ته وویل چې دغه تاریخي اثر په ځانګړو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند باوري ته وسپارل شو.  پوهاند باوري له ګبریل شاین  څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به دی  له دیپلوماتیکې لارې وستایې.‌ او همدارنګه یې ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی چې خپل تاریخي قاچاق شوي آثار بېرته هېواد ته راوګرځوي.
شاین د خپلو خبرو پرمهال وویل : ((دا آثر یې څو کاله وړاندې تر لاسه کړی و او هغه مهال پوه شوی و چې دا د افغانستان اړوند دی خو ولې تر اوسه داسې مناسب فرصت نه وپيداشوی چې دا آثر خپل اصلي ټاټوبي ته وګرځوي.))
د یادولو وړ ده چې دغه اثر د یونیسکو په نړیوال کتاب کې ثبت او راجستر دی او د افغانستان ملي موزیم په کټلاک کې یې هم انځور شته او دې ته ورته نور آثار هم په ملي موزیم کې شتون لري او همدارنګه دا اثر د شترک سیمې له آثارو شمېرل کېږي چې ډير ژر به هېواد ته راستون او په ملي موزیم کې به نندارې ته کېښودل شي.پاى- ن- ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته