سیاستTOP

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررییس په مشرۍ له سیاسي او جهادي مشرانو سره د مشورتي ناستې اعلامیه

کابل / د زمري ۹مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ له سیاسي او جهادي مشرانو سره مشورتي ناسته نن په ارګ کې جوړه شوه او په کې پر لاندې ټکو ټینګار وشو:
1. د جنګ ختمول او پایدارې او عادلانه سولې ته رسېدل د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړیتوب دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه لوړ مرام ته د رسېدو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. په دې برخه کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د قدر وړ دي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به دغه هدف د پخوا په څېر تعقیبوي.
2. د افغانستان د خلکو، ارضي تمامیت، نوامیسو، ملي بنسټونو، ګډو ارزښتونو، د ښځو حقونو او د نورو هغو حقونو او آزادیو دفاع چې په اساسي قانون کې تسجیل شوي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مکلفیت دی او د هر ډول تعرض پر وړاندې به د دغو ارزښتونو دفاع کوي.
3. د تروریستي بریدونو او تجاوزونو په مقابل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او زړورتیا او د ولس ملي بسیج د ستایلو دی.د افغانستان سیاسي او جهادي مشران د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مشروع دفاع او د دوی په ملاتړ د افغان ولس د بسیج نه یوازې درناوي کوي، بلکې په ټول قوت به د افغانانو د دفاع لپاره د خلکو د لا ډېر بسیج لپاره هلې ځلې وکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته