کابل باختر د لړم ديرشمه :
دکورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره دمبارزې دکريمنال تخنيک دملي لابراتوارونو رياست دهيواد دپنځو ولايتونو دپوليسو په مرکزونود کريمنال تخنيک پرمختللي وسايل وويشل .
ددغو وسايلودکارولو د لاروچارو دزده کړې په مقصد دپوليسو يو شمير افسرانو په يوه دوه اوونيز کورس کې زده کړې وکړې .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره دمبارزې لوى رييس پاسوال سيدعبدالغفار سيدزاده هغو افسرانو او ساتنمنانوته چې دمسلکي زده کړې په خاطر يې دوه اوونيز کورس
جوړ کړى و ، وويل تاسې کولاى شي له خپلو زده کړو څخه په استفادې سره دهغو وسايلو په واسطه چې تاسو ته ورکول کيږي په آسانۍ سره دمجرمينو په پيداکولو بريالي شي .
وروسته دکورس يو تن برخه وال افسر د نورو په استازيتوب د دغه کورس له استادانو څخه دمننې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې دتل لپاره دعدالت دتامينولو په مقصد مبارزه کوي .
په پاى کې دکورس په فارغانو تصديق ليکونه او دکريمنال تخنيک پرمختللي وسايل وويشل شول.
1 1 دقیقه لوستل