خبرونهاقتصادفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست: هڅه کوو د سیلانیانو پر وړاندې شته ستونزې حل کړو

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیر الله خیرخواه هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بست تاریخي کلا څخه د لیدنې پرمهال وویل چې هڅه کوو د سیلانیانو پر وړاندې شته ستونزې حل کړو.

ملا خیر الله خیرخواه د بست کلا څخه د لیدنې پر مهال وویل چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټول افغانستان د تاريخي آبداتو بیارغونه راپیل کړې چې د رغولو پروسه يې په جدي توګه پرمخ روانه ده.

ملا خیرخواه زیاته کړه زموږ کاري ټیم هره ورځ د تاریخي آبداتو پر څېړنه کار کوي، ترڅو ټول تاریخي ځایونه په رسمي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شي.

نوموړي همداراز وويل افغانستان اوس تر هر وخت ښه د سیلانیانو لپاره غوره ځای دی، موږ به پوره هڅه وکړو چې د سیلانیانو ستونزې ور حل کړو څو وکولای شي په ښه ډول د افغانستان له هرې برخې څخه لیدنه وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل په راتلوونکې کې به د بست تاریخي کلا ته تللی سړک هم په اساسي ډول ورغول شي.

خیرخواه د یو شمېر رسنیو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکي د تاریخي آبداتو کیندنه او غصب چې په تېره اداره کې راپیل شوی اوس هم دوام لري.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د ۰۱۲ قطعې په نامه یوه ځانګړې قطعه شته، ترڅو د تاریخي آبداتو ساتنه وکړي.

خیرخواه له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې په هېڅ صورت کې د تاریخي ځایونو او یا هم د تاریخي ځایونو په حریم کې د کرنې او یا ودانۍ جوړولو هڅه و نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته